د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ د چين د رضاکاره خدمتونو فدراسیون د استازيو درېيمې غونډې ته د مبارکۍ پيغام لېږلی او ټولو رضاکارو او رضاکاره ټولنو او کارکوونکو ته يې نيکې هيلې وړاندې کړې دي.
نوموړي رضاکاره خدمت د ټولنيز تمدن مهمه نمونه او د نورو وګړو او ټولنې لپاره د خدمتونو مهمه لار بللې ده.
شي جين پينګ په پيغام کې د دغه هېواد رضاکاران، رضاکارې ټولنې او اړوند کارکوونکي هڅولي، چې د چيني شکله عصرې کېدو په بهير کې فعال ګډون وکړي، مثبت ځواک خپور کړي او د ځواکمن هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره خدمتونه وکړي.
د چين د رضاکاره خدمتونو فدراسیون د استازيو درېيمه غونډه د نومبر له ۲۷مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوې ده.



































