په چين کې «د شي جين پينګ د ډيپلوماټيکو افکارو زده کړيېزه نشقه» (د ۲۰۲۵م کال ټوک)، چې د ۲۰۲۱م کال ټوک پر بنسټ اصلاح او بشپړ شوی، چاپ او خپور شوی دی.
په دغه کتاب کې د ډيپلوماتيکو چارو په برخه کې د نوې زمانې لپاره د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د افکارو خدمتونه او تازه پرمختګونه ليکل شوي او په سيسټماټيکه توګه پکې د نوموړي د ډيپلوماټيکو افکارو موضوعات، تيوريکي ارزښت او تمرينات بيان شوي دي.
دغه کتاب د چين د کمونېست ګوند د غړو، چارواکو او هم د عامو خلکو لپاره د شي جين پينګ د ډيپلوماټيکو افکارو د زده کړې او تطبيق باوري لارښوونکی کتاب دی.



































