له دې امله چې د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي څو ورځې مخکې د چین د تایوان په اړه ناسمې خبرې کړې او تر اوسه یې خپله تېروتنه نه ده منلې، جاپانيانو د نومبر د ۲۸مې په مازیګر د لومړۍ وزیرۍ ماڼۍ پر وړاندې بیا لاریون وکړ او سلګونو تنو پکې ګډون کړی دی. دوی له سانای تاکایچي څخه وغوښتل چې خپلې ناسمې خبرې بېرته واخلي.
جاپانیانو مخکې د روانې میاشتې په ۲۱مه او ۲۵مه د لومړۍ وزیرۍ ماڼۍ پر وړاندې لاریونونه کړي وو.




































