د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، د دې مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو دفتر منشي وانګ يي د نومبر په ۲۸مه نېټه د برېټانيا د لومړي وزير د ملي امنيتي چارو له مشاور جوناتان پويل سره وکتل.
وانګ يې هیله څرګنده کړه، چې برېټانيا په لرلید له چين سره اړيکو، او په منطقي او دوستانه رويه د چين پرمختګ ته ګوري، د چين په هکله فعاله او واقعي تګلارې دې غوره کړي ، څو له چين سره په يوه لوري پرمختګ وکړي، په مستقيمه توګه ځينې ستونزې حل کړي او د همکارۍ عمده بنسټونه ټينګ کړي.
پويل وويل، د برېټانيا د کارګرو ګوند حکومت غواړي له چين سره پر له پسي، دايمي او ستراتيژيکې اړيکې ټينګې وساتي.




































