د چين د احصائيې ملي ادارې د خدمتي چارو پلټنې مرکز او د چين د اکمالاتو او پيرودنې ټولنې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۳۰مه نېټه په ګډه د دغه هېواد د توليدي چارو پيرودونکو مديرانو شاخص خپور کړ.
د خبر له مخې، په نومبر کې د چين د توليدي چارو د پيردونکو مديرانو شاخص په ۴۹.۲ سلنه ښودلی چې د تېر اکتوبر په پرتله يې ۰.۲ سلنه زياتوالی موندلی دی. له دې څخه ښکاري چې د چين اقتصادي سمسوره سويه عمومآ ثابته ده.




































