د چین د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بيورو د نومبر په۲۸مه نېټه د انټرنيټي شبکې د ادارې د پياوړتيا په اړه ۲۳مه ډله ييزه مطالعه ترسره کړه. د دې کمېټې عمومي منشي شي جین پینګ پکې پر دې ټينګار وکړ چې د انټرنيټي شبکې اداره د يو قوي سایبري هېواد په جوړولو کې ډېر مهم اصل دی او د ملي پراختیا، امنیت او د خلکو ګټو سره تړاو لري. موږ بايد د انټرنيټي شبکې د دايمي مديريت ميکانيزم د بشپړولو او د پاک او سالم سایبري چاپېريال د رامنځته کولو لپاره کوښښونه وکړو.
شي جین پینګ په اشارې ويلي چې موږ دې د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې تر مشرتابه لاندې د انټرنيټي شبکې د ادارې چوکاټ بشپړ کړو، د انلاین پلیټ فارمونو او میډیا په ګډون انلاین سازمانونو د لارښوونې اقدامات پياوړي کړو، څو دوی په ښه توګه خپل ټولنیز مسئولیت پر غاړه واخلي.




































