په تاجکستان کې د چین لوی سفير ګوه جي جون د نومبر د ۳۰مې نېټې په ماښام د تاجکستان له بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهردين او د ملي امنیت ادارې له لومړي مرستیال کمرزاده سره بېړنۍ ټليفوني خبرې کړې دي.
سفير ګوه له يادو تاجکستاني چارواکو غوښتي چې د چيني تصديو او اتباعو د خونديتوب لپاره اړين اقدامات غوره کړي.
تاجکستاني لوري د چیني اتباعو پر وړاندې د وسله والو بریدونو سخته غندنه کړې او ويلي يې دي، چې دوی د چین ادعا ته اهمیت ورکوي او د چيني تصديو او اتباعو د خونديتوب لپاره به پياوړي تدبيرونه ونیسي.



































