د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي، پر ایران به نوي اقتصادي بندیزونه ولګوي. د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د ایران د چارو مسوول برایان هوک ویلي، دوی په دې هڅه کې دي چې پر ایران داسې اقتصادي بندیزونه ولګوي چې د یاد هېواد د خامو تېلو د صادراتو کچه صفر ته راټیټه کړي. هغه دغه راز د ایراني دولت له خوا د قدس ځواک مشر قاسم سلیماني ته د ذولفقار د نښان ډالۍ ته په اشارې ویلي، په اصل کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر قاسم سلیماني دی نه جواد ظریف، ځکه دده په خبره د ایران په بهرنیو چارو کې هر ډول پرېکړې سلیماني کوي. نوموړي زیاته کړې چې روان کال به د ایران لپاره له اقتصادي پلوه تر ټولو بد کال وي ځکه دوی به هڅه وکړي چې د یاد هېواد د خامو تېلو د صادراتو کچه صفر کړي.





































