د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې ده چې نهه وګړي یې د نیوزیلانډ په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د برید په قربانیانو کې شامل دي. د یو پاکستاني نوم میا نعیم رشید ښودل شوی چې پنځوس کلن و او د بریدکوونکي د بې وسلې کولو هڅه یې کړې وه، خو دی او د طلحه په نوم ۲۲کلن زوی یې دواړه وژل شوي دي. نوموړي ته د پاکستان لومړي وزیر د ملي اتل لقب ورکړی دی. په نورو قربانیانو کې د افغانستان، بنګله دېش، ترکیې، سعودي، مصر، اردن، اندونیزیا، مالیزیا او امریکا وګړي شامل دي.





































