سه شنبه, جون 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه تحلیل

د گډو ځواکونو ړندې بمبارۍ او د ولس پر وړاندې روان وحشت

لیکنه: ضیاء الاسلام شېراني

مارچ 18, 2019
in تحلیل, لیکنې
0 0

له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو او شپنیو پوځي عملیاتو  کې په بې‌ساري ډول زیاتوالی راغلی دی. که څه هم ظاهراً دغه عملیات د وسله‌ والو مخالفینو د ځپلو په نوم ترسره کېږي، خو هر ځل پکې د ملکي وګړو کورونه، جوماتونه او مدرسې په نښه کېږي، چې له امله یې د ملکي وګړو د مرګ‌ ژوبلې پېښې هم تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.

یوازې له تېرو دریو اونیو راهیسې په وردګو، ننګرهار، غزني او پکتیا ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو او شپنیو پوځي عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، لسګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په وروستۍ پېښه کې د پکتیا د زرمت ولسوالۍ په سهاکو سیمه کې، د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال پنځه تنه ملکي وګړي وژلي دي، په وژل شوو کې د یوې کورنۍ پلار، درې زامن او یو وراره شامل دي. له دې وړاندې د غزني په اندړو  ولسوالۍ کې د ملکي وګړو یو موټر بمبار شو او پکې ناست ۱۳ عام وګړي ووژل شول. همدارنګه د غزني له پېښې څو ورځې وړاندې، د ګډو ځواکونو له لوري  په څو پر له پسې شپنیو عملیاتو او هوایي بمباریو کې د وردګو په جلګه، سیداباد، چک او جغتو  ولسوالیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، لسګونو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې کورونه او جوماتونه یې په بمونو وران کړل.

د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د جګړې د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف، په ډېر وحشت سره عام وګړي په نښه کېږي، کورونه یې په بمونو الوځول کېږي او یا هم بمبارېږي. د وردګو د سیداباد ولسوالۍ په پېښه کې د ګډو ځواکونو له لوري یو ځوان زوی د پلار په مخ کې په ډزو وژل شوی، دغه‌ راز په جلګه کې هم د عملیاتو پر مهال ماشومان او ښځې سړه هوا کې له کورونو را ایستل شوي او پر وړاندې یې د کورنۍ غړي وژل شوي دي.

په وروستیو څو میاشتو کې د ګډو ځواکونو د شپنیو عملیاتو او هوایي بمباریو له زیاتوالي سره، په کلیو کې یو ډول وحشت خپور دی او له خلکو سره دومره وېره پیدا شوې، چې زیاترو یې خپل اولادونه ښارونو ته رالېږلي دي. پخوا به مسافر زده‌کوونکي او محصلین په ژمنیو رخصتیو  کلیو ته تلل؛ خو سږني ژمي کې ډېری زده‌کوونکي او محصلین په ژمنیو رخصتیو کلیو ته نه دي تللي او په هر کور کې یوازې یو ـ یو سپین‌ږیری د کور سرپرستۍ ته پاتې دی.

د ګډو ځواکونو له لوري په روانه جګړه کې د وسله‌والو مخالفینو په نوم د جګړې د ټولو اصولو خلاف، ړندې بمبارۍ او قصداً د وحشت خپرول، هغه څه دي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زياتوالي ته یې لاره هواره کړې ده او د خلکو له لوري په وار وار له اعتراضونو سره سره، حکومت پر دغه وحشت چوپتیا غوره کړې او ان ډېر کله دا ډول ملکي وژنې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم توجیه کوي هم.

د گډو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله داسې مهال  ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو ده، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه، د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې روانې دي. دا چې په دغو خبرو کې افغان حکومت ته ځای نه دی ورکړل شوی او طالبان نه غواړي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي، تر ډېره انګېرنې دا دي چې افغان حکومت پر طالبانو د فشار راوړلو  په موخه هوایي بمبارۍ او شپني عملیات زیات کړي دي؛ خو د حکومت دا چاره د ملکي وګړو په زیان تمامه شوې ده.

د افغان سولې په تړاو د امریکا ـ طالبانو د مخامخ خبرو  په تړاو د حکومتي چارواکو له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري، چې افغان حکومت په لوی لاس د سولې مخالفت کوي او له تېرو څو میاشتو راهیسې د خپلو وسله‌والو مخالفینو په نوم د ملکي وګړو په نښه کول او د روان تاوتریخوالي رامنځته کولو، تر شا هم د سولې خلاف د جګړې د دوام دسیسه پر مخ وړي.

له بله اړخه د حکومتي ځواکونو له لوري دا ډول وحشت او د بې‌ګناه وګړو په نښه کول، د حکومت او خلکو ترمنځ رامنځته شوی واټن لا زیاتوي، حکومت د ولس له نظره غورځوي او په لوی لاس ولسونه د حکومت پر وړاندې درېدو ته هڅوي. دغه‌راز د جګړې پر میدان به یې هم اغېز دا وي، چې ښایي ځینې دردېدلي افغانان د مخالفینو لیکو ته ورشي او بېرته د افغان حکومت پر ضد وسله واخلي، کوم څه چې په تېرو کلونو کې هم د حکومت د وسله‌والو مخالفينو د ليکو تقويه کولو يو مهم لامل بلل شوی دی.

Share24Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

جون 8, 2026

شي جين پينګ پينګ يونګ ته ورسېد

جون 8, 2026

کيم جونګ اون د شي جين پينګ لپاره د هرکلي مراسم ترسره کړل

جون 8, 2026
default

بېجینګ په ګوانګ شي کې د سيلابونو او پېښو ضد د مبارزې د څلورمې درجې بېړني اقدامات ترسره کړل

جون 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In