د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د کابل په میر بچه کوټ ولسوالۍ کې پر څه باندې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه د معیاري درملو د تولید لپاره صنعتي پارک جوړېږي. سرچینې ویلي، دغه ځمکه چې د کابل د اراضۍ ریاست اړوند وه، پرون عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوه. د افغانستان د درملو ډېره برخه له پاکستان، بنګلهدېش، هند، ازبکستان، ایران او ترکیې څخه واردېدله، خو د افغانستان او پاکستان تر منځ له کړکیچ او د هر ډول سوداګرۍ له بندېدو وروسته اوس کابل هڅې کوي چې د پاکستاني درملو بدیل د هند په ګډون په نورو ګاونډیو هېوادونو کې ومومي او له دې سربېره په کور دننه د درملو تولید ته پاملرنه ډېره شوې ده.



































