وروسته له دې چې د ځینو پېښو پر سر د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې ددغه دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزه نوي اړخونه پیدا کوي. په کشمیر کې د پاکستاني او هندي پوځیانو ترمنځ وخت ناوخت نښتې کېږي. وړمه ورځ هم پاکستان د هند یوه بې پيلوټه الوتکه پر کنټرول لاین په نښه کړې او ویشتلې وه. په تازه راپورونو کې هند او پاکستان پر یو بل د توغندیو د توغولو ګواښ کړی دی. هندي چارواکي وايي، دوی د ترهګرو پر وړاندې د پاکستان عملي اقدامات غواړي او که اسلام اباد دا کار و نه کړي نو دوی په پخپله د ترهګرو ځالې په توغندیو په نښه کوي.





































