د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بيورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د ډسمبر په ۲۸مې نېټې د یون نان ولایت په یوشي ښار کې په جلا جلا توګه د کمبوډیا د مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر پراک سوخون او د تایلنډ د بهرنیو چارو له وزیر نورودوم سیهاساک سره ولیدل.
وانګ يي له پراک سوخون سره د خپلې لیدنې په ترڅ کې وویل، د بېلا بېلو خواوو په ګډو هڅو سره، د کمبوډیا او تایلنډ پوځونه د اوربند تړون ته ورسېدل، چې د سولې د بیا رغونې په لور یو مهم ګام دی او چین دوی ته د دې لاسته راوړنې مبارکي وایي. چین د اسیان د خپل مناسب رول د لوبولو ملاتړ کوي، او غواړي د اوربند د څارنې په برخه کې له اسیان سره مرسته وکړي، کمبوډیا ته بشري مرستې برابرې کړي او د پولې بې ځایه شویو خلکو د بیا میشتیدنې لپاره مرستې چمتو کړي.
وانګ يي له سيهاساک سره د خپلې کتنې په ترڅ کې وويل چې چین به په تايلنډ او کمبوډيا کې د سولې د بيارغونې لپاره هڅو ته دوام ورکړي او همدارنګه د تايلنډ او کمبوډيا دواړو اړمنو خلکو ته د بشري مرستو چمتو کولو ته ليواله دی.
کمبوډيا او تايلنډ د شخړې په منځګړيتوب کې د چين د مثبت رول ډېره ستاينه وکړه.



































