د چین، کمبوډیا او تایلنډ د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه د ډسمبر په ۲۹مې نېټې د چین د یون نان ولایت په یو شي ښار کې ترسره شوه، چې د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، د کمبوډیا مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر پراک سوخون، د تایلنډ بهرنیو چارو وزیر نورودوم سیهاساک او د درېیو هېوادونو پوځي مشرانو پکې ګډون کړی و.
وانګ یي يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چين د کمبوډیا او تایلنډ ترمنځ د سرحدي شخړې له پیل راهیسې، چيني لوري د نړیوال امنیت په اړه د دولت رئیس شي جین پینګ د وړاندیز د روحيې له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ فعال منځګړیتوب کړی دی. د ټولو خواوو د ګډو هڅو په رڼا کې کمبوډیا او تایلنډ د اوربند تړون لاسلیک کړی، چې چین یې هرکلی کوي.
درې واړو هېوادونو تر يادې غونډې وروسته یوه مطبوعاتي اعلامیه هم خپره کړې ده.
په اعلاميه کې ويل شوي، چې کمبوډیا او تایلنډ به اړیکې نورې هم پیاوړې او تفاهم به زیات کړي، په تدریجي ډول به اوربند وساتي، متقابلې تبادلې به بېرته پيل کړي، سیاسي متقابل باور به بیا ورغوي، په اړیکو کې به بدلون راولي او سیمه ییزه سوله به وساتي.



































