د سربیا ولسمشر الکسندر ووچیچ د ډسمبر په ۲۹مې نېټې د دغه هېواد د دانوب دهلېز د چټک سړک له پروژې څخه لیدنه کړې ده.
دغه پروژه د چيني شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي.
الکسندر ووچيچ له يادې پروژې څخه د لیدنې په ترڅ کې چیني او سربیايي کارکوونکو ته نېکې هيلې وړاندې کړي او د چین د دولتي مشرانو او چیني شرکتونو څخه یې مننه کړې ده.
نوموړي ويلي، تایوان د چین د ولسي جمهوریت خاوره ده او هېواد یې د یو چین پېژندنې له اصل څخه بشپړ ملاتړ کوي.



































