د چين د نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې شورا د ډسمبر په ۲۹مې نېټې په يوې مطبوعاتي غونډې کې د ۲۰۲۴م کال د نړۍ د پوهنې ملکيت حق د خونديتوب د شاخص راپور خپور کړی دی.
راپور وايي، د جامع شاخص له مخې، د نړۍ د پوهنې ملکيت حق د خونديتوب وضعيت د څو قطبي کېدو په لوري روان دی، چې په دې جمله کې د چين د پوهنې د ملکيت حق د خونديتوب سويه ډېره لوړه شوې او د اروپايي هېوادونو سويه نوره هم ښه شوې او په لومړيو لسو هېوادونو کې يې نيم ځايونه خپل کړي دي.
چين په ۲۵ هېوادونو کې اووم ځای نيولی او په ځينو برخو کې نورې لاسته راوړنې هم لري.

چين د پوهنې د ملکيت حق د خونديتوب د موثريت په برخه کې لومړی ځای خپل کړی او د غوښتنليکونو عمومي شمېر او د صنايعو اغېزمن شاخص يې مخکښ ځای ساتلی دی.
چين د پوهنې د ملکيت حق د خونديتوب بنسټ په برخه کې دوهم ځای نيولی او د مستعدو څېړونکو او تصديو د پانګونو اندازه يې په نړۍ کې مخکښ ځای لري. چين د نړیوالو همکاریو په برخه کې دوهم ځای خپل کړی او په بهر کې جوړې شوې همکارۍ او د ابتکاري تولیداتو صادرات يې ډېر زيات شوي دي.



































