د چين دولت رئیس شي جين پینګ به د ډسمبر په ۳۱ مې نېټې د ماښام په اوو بجو د چين ميډيا ګروپ او انټرنېټ له لارې د نوي ۲۰۲۶م کال په مناسبت د مبارکۍ وينا وکړي.
د نوموړي ياده وينا به د چين ميډيا ګروپ پر بېلا بېلو چينلونو، د چين ملي راډيو، د چين نړيواله راډيو او د دغه هېواد د مهمو خبري رسنيو پر وېبپاڼو او نويو ميډيايي پلېټفورمونو خپره شي.



































