د کرنې، کليوالو سيمو او بزګرانو د کارونو په تړاو د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې کلنۍ غونډه د ډسمبر له ۲۹مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې په بیجینګ کې ترسره شوه.
په دغې غونډې کې د کرنې، کليوالو سيمو او بزګرانو د چارو اوسنی وضعيت او پر وړاندې يې شته ننګونې تحليل شوي او د راتلونکي ۲۰۲۶م کال لپاره يې پلانونه ترتیب شوي دي.
د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون رییس شي جین پینګ په يادې غونډې کې د کرنې، کليوالو سيمو او بزګرانو د اړوندو کارونو لارښوونه کړې ده.
نوموړي ويلي، ۲۰۲۶م کال د چين د ۱۵م پنځه کلن پلان پېلامه ده او په همدې کال کې د کرنې، کلیوالو سیمو او بزګرانو د اړوندو کارونو ښه ترسره کېدل خورا مهم دي.
هغه ویلي، اړوندې ادارې باید د کرنې او کلیوالو سیمو په عصري کولو تمرکز وکړي، د کلیوالو سیمو هراړخيزې بيا سمسورتيا ته باید وده ورکړي او د ښاري او کلیوالو سيمو مدغمه پراختیا باید وهڅوي.
شي جين پينګ زیاته کړې، د غلو دانو د توليد د ډاډمنتيا او د هغو پاليسيو د موثريت د لوړولو لپاره بايد هڅې وشي، چې کرنه پياوړې کوي، کليوالو ته ګټې رسوي او کليوالې سيمې بډايه کوي.



































