د چين دولت رئیس شي جين پينګ د ۲۰۲۶م کال په مناسبت د مبارکۍ وينا کړې ده.
تاسو یې دلته لوستلی شئ:
ملګرو، دوستانو، اغلو او ښاغلو
السلام عليکم! روان کال به ژر پای ته ورسېږي او نوی کال به پيل شي. زه د نوي کال د رارسېدو په درشل کې له بېجينګ څخه تاسو ټولو ته مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کوم.
۲۰۲۵م کال د چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د ”۱۴م پنځه کلن پلان“ وروستی کال دی. مونږ له تېرو ۵ کلونو راهيسې زحمتونه ګاللي، په زړورتوب مخ ته تللي يو، رنګا رنګ ستونزې مو حل کړي، مختلفې ټاکلې دندې مو بشپړې کړي او د چيني شکله عصريتوب په بهير کې مو ثابت او سالم ګامونه پورته کړي دي. د چين عمومي اقتصادي حجم پر له پسې زياتوالی موندلی چې سږ کال ښايي ۱ ټريلیون او ۴۰۰ ميلیارډو یوانو ته ورسېږي، اقتصادي، علمي، تخنیکي او دفاعي وړتيا او عمومي توان يې نوې سويې ته لوړ شوی، پاکې اوبه او زرغون غرونه یې د چاپېريال ښکلی بنسټ ګرځېدلي او د عامو خلکو نيکمرغي او ارامتيا یې پر له پسې زياته شوې ده. دغه پنځه کلن بهیر د هيرېدو نه دی او د دې مودې لاسته راوړنې هم د بې شمېره ستونزو په حل سره ترلاسه شوې دي. موږ ټولو په نه ستومانه کېدونکو کوښښونو او زحمتکښۍ چين سمسور او اباد کړی دی. زه په همدې مناسبت هر زحمتکښ کس ته درناوی لرم.
د روان کال د يادونې وړ پېښې دا دي: موږ په درانو مراسمو د جاپاني تېري کوونکو پر ضد د چينايانو د مقاومتي جګړې او د فاشيزم ضد نړيوال جنګ د برياليتوب د ۸۰مې کليزې يادونه کړې او له جاپاني يرغلګرو څخه هېواد ته د تايوان د بېرته ستنېدو يادورځ مو ټاکلې ده. یاد مراسم درانه وو او د برياليتوب وياړ به مو تل په تاريخ کې یادېږي، چيني ملت به نسل په نسل خپل تاريخ په ياد ولري، اتلانو او قربانيانو ته به تل درناوی ولري، سوله به په مينه وساتي، مخ پر وړاندې به لاړ شي او د چيني ملت د بيا سمسورتیا په پار به ګډې هڅې وکړي.
موږ د نوښتونو په اتکا باکيفيته پرمختګ موندلی دی. علمي ټکنالوژي مو د صنعتي چارو په پرمختګ کې یو ځای کړې، ګام په ګام مو نوښتي لاسته راوړنې درلودې، د مصنوعي ځيرکتيا ډول ډول لوی موډلونه مو جوړ کړي او د چيپ په څېړلو او توليدولو کې مو نوي پرمختګونه موندلي دي. دغه راز چين د نړۍ له هغو څو اقتصادونو څخه شمېرل کېږي چې نوښتي توان یې د چټکې پياوړتيا په حال کې دی. مونږ تيان ون دوهم نمبر د کوچنيو سیارو څېړنېزه دستګاه لرې فضا ته توغولې، د يالوځانګبو سيند په وروستۍ برخه کې مو د اوبو له لارې د برېښنا د توليد پروژه پيل کړې او پر الکترو مقناطيسي ټکنالوژۍ سمباله لومړۍ الوتکه وړونکې بېړۍ مو په سمندري پوځ کې شامله کړې ده. دغه راز زموږ انساني شکله روبوټونو د چيني کونګفو ننداره کړې او بېپيلوټه الوتکو مو په هوا کې د اورلوبې په شان په زړه پورې نندارې ترسره کړې دي. په هېواد کې د نوښتي توليد په مټ د نوي کيفيت توليدي ځواک پيدا شوی او په همدې رڼا کې د خلکو ژوند هم رنګين شوی دی.
موږ خپل کلتور ته وده ورکړې ده. په هېواد کې تاريخي اثارو او غير مادي کلتوري ميراثونو ته د خلکو لېوالتيا ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې ده، زمونږ د هېواد څو ځايونه د نړيوالو ميراثونو په ليست کې شامل شوي، زمونږ څو کارتوني فلمونو په نړۍ کې بې شمېره مينه وال پيدا کړي او د چين تاريخي ښکلا د ځوانانو د خوښۍ وړ ګرځېدلې ده. د چين سيلانيز بازار هم ګرم ښکاري، د هېواد په مختلفو ځايونو کې سپورتي لوبې او پر يخ او واورو رنګا رنګ لوبې مروجې شوې دي. د دوديزو او عصری شکلونو په همغږۍ سره چيني کلتور نور هم ځلاند شوی دی.
موږ د ښکلي ژوند لپاره ګډې هڅې کړې دي. ما په شيځانګ او شينجيانګ کې د لمانځنې په يو لړ فعالیتونو کې ګډون کړی. هلته مختلفو قومونو خپل لاسونه او زړونه يو کړي، د انارو د دانو په څېر يووالی لري، په سپيڅلې هادا او په زړه پورې نڅا يې له وطن سره مينه څرګنده کړې او د نيکمرغۍ ستاينه يې کړې ده. د خلکو په ژوند پورې تړلی هر کار مهم دی. له يو کال راهيسې، په هېواد کې د نويو استخدام شويو کسانو حقه حقوق نور هم تضمين شوي، زړو کسانو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې شوي او کوچنيو ماشومانو لرونکو کورنيو ته هره مياشت ۳۰۰ يوانه مالي مرستې ورکړل شوي دي. د کال څلور فصلونه، د ورځې درې وخته ډوډۍ او سون مواد، وريجې، غوړي او مالګه ټول د خلکو له ژوند سره نژدې اړيکې لري. که د چين هره کورنۍ ښه ژوند ولري، نو ټول هېواد به ښه پرمختګ وکړي.
موږ په مداومه توګه نړۍ ته خپله غېږه پرانيستلې ده. موږ په روان کال کې د شانګهای همکارۍ سازمان د تيانجين سرمشريزې او د ښځو نړيوال کنفرانس کوربتوب کړی او د های نان د ازادې سوداګرۍ ټاپو د ابادولو په موخه مو يو لړ ګمرکي پاليسۍ پلې کړې دي. له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره مو پخپلې خوښې يو لړ ژمنې اعلان کړې دي. ما نړۍ ته د ”درېيو نړيوالو وړانديزونو“ ترڅنګ د نړيوال مديريت وړانديز بيا وړاندې کړی، څو د نړيوالې ادارې لا عادلانه او مساوي سيستم جوړ شي. نننۍ نړۍ له پيچليتوبونو او بدلونونو څخه ډکه ده او ځينې سيمې يې لا تراوسه تر جنګي سيوري لاندې دي. چين تل د تاريخ د سم لوري ترڅنګ ولاړ دی او له مختلفو هېوادونو سره يو ځای به نړيواله سوله او پرمختګ پرمخ بوزي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه به اباده کړي.
ما څه موده دمخه د هېواد د ملي لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. دا زما لپاره د خوښۍ وړ خبره ده چې ګوانګدونګ ولايت، هانکانګ او مکاو د دغو لوبو لپاره ګډې هڅې کړې دي. د چين حکومت به د ”يو هېواد او دوو نظامونو“ پر پاليسۍ ټينګار ولري او د هېواد په عمومي پرمختګ کې به د هانکانګ او مکاو د برخې اخيستنې او د دغو دوو ځايونو د تلپاتې سمسورتيا او ثبات ملاتړ وکړي. د تايوان تنګي د دواړو غاړو وطنوالو په رګونو کې يو شان وينه بهېږي، نو څوک د چين د يووالي د تاريخي تمايل مخه نه شي نيولی.
د چين کمونېست ګوند په ځواکمنتيا سره هېواد نور هم پياوړی کېږي. موږ د ګوند د مرکزي کمېټې لخوا د ټاکل شوې اته مادې لرونکې اصولنامې د زده کړې فعاليتونه ترسره کړي، د ګوند جدي مديريت او اداره مو کړې او ځاني انقلاب مو پرمخبيولی چې په پایله کې يې د ګوند او حکومت په سبک کې دوامدار ښه والی راغلی دی. موږ به پر خپلو اصلي دندو او موخو ټينګار ولرو، دوامدارې هڅې به وکړو او په مداومه توګه به د ۱۹۴۵م کال په جولای کې د يان ان ښار په يوې سمڅې کې د ملګرو ماو ځه دونګ او هوانګ يان پې په خبرو کې هغې وړاندې شوې پوښتنې ته ځواب ووايو، چې مونږ څنګه د سمسورتيا او زوال له تاريخي دور څخه وتلی شو. مونږ به په دې مناسبت خلکو ته د ښه خدمت په زماني ازموينې کې بريالي وو.
۲۰۲۶م کال به د چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د ”پنځلسم پنځه کلن پلان“ د پيل کال وي. څوک چې د کار ښه پيل لري، خامخا به ښه پايله ومومي او بري موندونکي سريزه په خپلو هڅو شروع کوي. موږ بايد پر ټاکلو دندو او موخو تمرکز ولرو، بايد خپل باور ټينګ وساتو، بايد د نور پرمختګ د موندلو لپاره هڅې وکړو، بايد د ثابتو ګامونو په پورته کولو سره باکيفيته پرمختګ پياوړی کړو، بايد په هراړخيزه او ژوره توګه د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې پلې کړو، بايد د ټولو خلکو ګډې شتمنۍ ته پرمختګ ورکړو او بايد د چيني پرمختګ نوی باب پرانېزو.
که څه هم د ارمانونو د پوره کولو لپاره زموږ پر وړاندې غرونه او سمندرونه موجود دي، خو لاره اوږده نه ده. که څه هم مخ ته مو لار هواره نه ده، خو اړ يو چې لوی ګامونه پورته کړو. موږ بايد پر اس د سواريدو زړورتوب او د زرګونو اسونو د ځغاستې په څېر فعال ځواک ولرو، بايد په کارونو کې د اس د ځغاستې په شان نه ستړی کېدونکې هڅې وکړو او بايد د خپلو ارمانونو د پوره کولو او د نيکمرغه ژوند د تېرولو په پار ګډ زيارونه وباسو، څو لويې هيلې مو په ښکليو واقعيتونو بدلې شي.
د نوي کال د لمر وړانګې به ژر پر ځمکې ولګېږي. هيله من يم، د هېواد غرونه او سيندونه لا ښکلي شي، ځمکې او سرچينې غني شي او د لمر وړانګې پر ټول هېواد ولګېږي. ستاسو د خوشحالۍ او برياليتوب په هيله! ښې چارې!



































