د کوریا جمهوریت ولسمشر لي جای مېونګ به د چین د دولت د رئیس شي جین پینګ په بلنه، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۴مې تر ۷مې نېټې پورې چین ته رسمي سفر وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د ډسمبر په ۳۰مه نېټه رسنیو ته وویل، چې دا د ولسمشر په توګه چین ته د لي جای میونګ لومړنی رسمي سفر دی. ده زیاته کړه چې چين او کوریا جمهوریت د يو بل مهم ګاونډيان او د همکارۍ مهم شريکان دي. تمه ده چې دا سفر به د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې د چين او کوريا جمهوريت د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو په لا پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي.



































