د چین د انجنیرۍ اکاډمۍ او یو شمېر نورو سازمانونو د ډسمبر په ۳۰مه نېټه په ګډه د «۲۰۲۵ کال د چین د تولیدي صنعت د پرمختګ شمیرنو راپور» خپور کړ. راپور ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې د چین د تولیدي صنعت د نوښت وړتیاوې په څرګنده توګه پیاوړې شوې، د تولیدي کیفیت او ګټې په برخه کې ښه پرمختګ کړی او په دې ترڅ کې د چین د تولیدي صنعت د صادراتو نړیواله ونډه بېرته لوړه شوې ده. د نړۍ د تر ټولو ستر تولیدوونکي هېواد په توګه، چین تولیدي صنعت د باکيفيته پرمختګ په لور اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.
د تولیدي صنعت د پرمختګ شمیرې ښيي چې د چین وړتیاوو په بېلا بېلو برخو کې مثبته وده کړې ده.
سرچینه وايي چې چین د تولیدي صنعت په برخه کې له امریکا، جرمني او جاپان وروسته څلورم پیاوړی هېواد ګرځېدلی او د نړۍ په کچه د تولیدي صنعت د قوي هېوادونو په کتار کې شامل شوی دی.



































