د هند مشهور سیاستوال او د هند د (RSS) ګوند مشر اندریش کومار په ممبيي کې د خلکو یوې سترې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، د کشمیر په اړه هندیانو ته هېڅ اندېښنه نه ده په کار. دده په خبره تر راتلونکو شپږو یا اوو کلونو به د پاکستان په نامه کوم هېواد نه وي. هغه ویلي تر ۲۰۲۵ کال پورې به پاکستان بېرته د هند برخه وي. دده په خبره تر راتلونکو کلونو به هندیان وکولی شي، چې په کراچۍ، لاهور او سیالکوټ کې سوداګرۍ، ملکیتونه او کاروبارونه ولري. نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې دي. دواړو هېوادونو پر یو بل د سختو بریدونو خبرداری هم ورکړی دی.





































