چين د ډسمبر په ۳۰مه نېټه د جیو چوان د سپوږمکيو توغولو په مرکز کې د CZ-4B د باروړونکي راکټ له لارې په بريالۍ توګه د (تیان هوې-۷) سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله او په سالمه توګه ټاکلي مدار ته داخل شوې ده.

دا سپوږمکۍ په عمومي توګه د جغرافیوي نقشو انځورول، د ځمکنيو سرچينو د څارنې او د علمي تجربو او څېړنو د ترسره کولو لپاره کارول کېږي.



































