د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر په ۳۰مه نېټه په بېجينګ کې د نړيوال وضعيت او د چين د بهرنيو چارو په سيمينار کې ګډون او وينا وکړه.

وانګ يي په خپله وينا کې ويلي، چې هېواد يې په ۲۰۲۵م کال کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې تر مشرۍ لاندې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په رڼا کې د نړۍ د پرمختيايي قوتونو د يووالي لپاره صميميت ښودلی او تر وسې پورې يې د سولې او پرمختګ لپاره قوتونه راغونډ کړي دي. د ده په خبره، چين د نړيوالو کړکېچونو د ارامولو او د نړيوال پرمختګ په مخکې د پرتو ستونزو د حلولو په چارو کې یې مهم او مثبت رول لوبولی او د چين ځانګړتيا لرونکې ډيپلوماسۍ نوې پاڼه يې اړولې ده.

وانګ يي پر دې ټینګار کړی، چې د چين او نړۍ ترمنځ اړيکې په لافعال لوري د پرمختګ په حال کې دي او د چين نړيوال نفوذ او د نوښت لارښوونکی رهبريت لا پیاوړی شوی دی.



































