د نوي کال په وياړ د اوپراوو ماښامنۍ ننداره د ډسمبر د ۳۰مې نېټې په شپه د چين په دولتي تياتر کې تر سره شوه. د شي جين پينګ په شمول د چين د کمونېست ګوند او هېواد مشران په دې ننداره کې حاضر وو او د بېجينګ ښار د بېلا بېلو برخو له خلکو سره يې د نوي کال د رارسېدو هرکلی وکړ.
زړو او ځوانو هنرمندانو او ماشومانو په دې ننداره کې ګډون کړی و. د مختلفو اوپراوو عنعنوي او نوي پروګرامونه نندارې ته وړاندې شوي او ترې په چين کې د اوپراوو د سمسور پرمختګ حياتي ځواک او په نوي مزل کې د مسلسلو هڅو روحيه ښکاره شوې ده.



































