د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ د دغه هېواد «ساينس او ټېکنالوژۍ ډېلي» ورځپانې ته د ۴۰مې کليزې په مناسبت پيغام لېږلی او د دې ورځپاڼې ټولو کارکوونکو ته يې مبارکي ویلې ده.
نوموړي په پيغام کې ويلي، چې «ساينس او ټېکنالوژۍ ډېلي» ورځپاڼې له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې د ګوند او هېواد د مهمو کارونو په محور لوستونکو ته د ګوند د نويو تيوريو د ورپېژندلو، د ساينس او ټېکنالوژۍ د تګلارو د تشريح، د اړوندو لاسته راوړنو د راپور او د ساينسي معلوماتو د خپرولو په برخو کې مثبت رول لوبولی دی.


































