نړۍ په ۲۰۲۵م کال کې له بې سارو پېچلتیاوو او بدلونونو څخه ډکه وه او نوي ځواکونه او ننګونې پکې د اقتصاد، جیوپولیټیک، څواړخیزو سیسټمونو او حتی کلتوري برخو څخه راپورته شوي، چې د نړیوالېحکومتولۍ پر سیسټم یې جامع او فشاري ازموینې راوستلې دي.
۱. “بالمثل تعرفې” پر څو اړخیز نړیوال سوداګریز سیسټم بده اغېزه کړې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵م کال په پیل کې د خپلو نړیوالو سوداګریزو همکارانو پر وړاندې د “بالمثل تعرفې” پالیسي اعلان کړه، چې له امله یې موجود نړیوال سوداګریز سیسټم ګډوډ شو او هڅه یې وکړه چې د یو اړخیزو لارو پر مټ د امریکا د سوداګرۍ کسر بېرته په چټکۍ را وګرځوي.
د چین حکومت د تعرفو، سرچینو او ټېکنالوژۍ په برخو کې متقابل اقدامات پیل کړل او د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته یې دعوی وړاندې کړه.
په ورته وخت کې د کاناډا، اروپايي ټولنې، جاپان او برازیل په شمول د نړۍ عمده سوداګریزو ځواکونو هم د امريکا د يادې پرېکړې پر وړاندې متقابل ګامونه پورته کړل.
د ټرمپ د بالمثل تعرفې تګلارې د سوداګرۍ نړیوال سازمان له مقرراتو سره په ټکر کې دي او پر نړيوال اقتصاد يې بده اغېزه کړې ده.
نړیوال وجهي صندوق د ۲۰۲۵م کال او ۲۰۲۶م کال لپاره د نړیوالې اقتصادي ودې وړاندوینې په جلا جلا توګه صفر اعشاریه ۵ سلنه او صفر اعشاریه ۳ سلنه کمې کړې دي.
۲. جیوپولیټیکي شخړې او نړیوالې امنیتي ستونزې
د روسیې او اوکراین شخړه څلورم کال ته داخله شوې ده. د شخړې ښکېل لوري د اوږد واټن توغندي کاروي او پر ملکي بنسټیزو تاسیساتو د بې پيلوته الوتکو بریدونه يې هم ډېر سخت کړي دي.
په ۲۰۲۵م کال کې په لبنان کې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ تاوتریخوالی په چټکۍ زیات شو او د ایران د اټومي مسئلې په اړه خبرې اترې بیا ودرول شوې.
د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د پخلاینې ستونزمن بهیر له سختې ازموینې سره مخ و.
داسې شخړې په مستقیم ډول هرمز تنګي ګواښلی، چې د نړۍ نفتو بیو کې يې سخت بدلونونه راوستلي او د اروپا د انرژۍ له بحران سره یوځای نړیوال انفلاسیون یې زیات کړی دی.
د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د ملګرو ملتونو د تاسېس ۸۰مه کلیزه ولمانځنل شوه. خو په اوکراین او منځني ختیځ کې د بحرانونو پر وړاندې د امنیت شورا غیر موثر اقدام او ځواب د دغه سازمان له بحرانه پرده پورته کړې ده.
۳. د لوور موزیم کې غلا د کلتوري امنیت په برخه کې نړۍ ته خبرداری ورکړ
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۹مه نېټه د فرانسې په پلازمېنې پاریس کې د لوور موزیم کې د ۱۹مې پیړۍ د الماستاج، چې د فرانسې په یوې شهزادګۍ پورې اړه لري او ارزښت يې ۸۸ ميلیونه ښودل شوی، غلا شوی دی. دا په نړیواله کچه يو جرم بلل شوی او نړۍ يې حیرانه کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د ۲۰۲۵م کال وینا کې وویل، چې مونږ له دوو انتخابونو « انزوا ته ستنېدل او که د یو جامع او مساوي نړیوال نظم جوړول » سره مخ یو.
تجربو ښودلې، هېڅ هېواد نشي کولی چې پر یوازې سر د سوداګریزو شخړو، سیمه ییزو بحرانونو، اقلیمي بدلون او عامې روغتیا له ګواښونو سره مقابله وکړي. د انسانانو انتخاب به د راتلونکي لار ټاکي.



































