د چين د فلمونو ملي ادارې د جنورۍ په لومړۍ نېټې یو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، په تېر ۲۰۲۵م کال کې د دغه هېواد په سنيماوو کې د پلورل شويو ټکټونو عمومي ارزښت ۵۱ ميليارډو او ۸۳۲ ميليونو يوانو ته او د ښارونو په سينماوو کې يې د کتونکو شمېر يو ميليارډ او ۲۳۸ ته رسېدلی دی.
د چين د فلمونو ملي ادارې ويلي، د يادو پلورل شويو ټکټونو ۷۹ اعشاريه ۶۷ سلنه له چيني فلمونو څخه ترلاسه شوې او عمومي ارزښت يې ۴۱ ميليارډه او ۲۹۳ ميليونه يوانه ښودل شوی دی.
په ۲۰۲۵م کال کې د هغو فلمونو شمېر ۵۱ ته رسېدلی چې د ټکټونو د پلور ارزښت يې له سلو ميليونو يوانو پورته و او د چين ۳۳ او د نورو هېوادونو ۱۸ فلمونه پکې شامل وو.



































