د امریکا دفاع وزارت د یوې امریکایي ورځپاڼې هغه راپور رد کړی چې وایي، متحده ایالات پلان لري په سوریه کې خپل زر تنه سرتېري وساتي. د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ تېره ورځ ناوخته وویل، هغه ادعاوې چې په سوریه کې د زر تنو امریکایي سرتېرو د پاتې کېدو په اړه په یوه ورځپاڼه کې راپورته شوې، حقیقت نه لري. نوموړي زیاته کړې، له سوریې د امریکایي ځواکونو د وتلو په هغه پلان کې چې د فبروري میاشت کې اعلان شو کوم بدلون نه دی راغلی او له سوریې د امریکایي سرتېرو د ایستلو په برخه کې د ټرمپ د امر عملي کېډو ته دوام ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د تېر میلادي کال په ډسمبر کې اعلان وکړ چې ټول دوه زره سرتېري به له سوریې څخه وباسي.





































