د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر په ۳۱مه نېټه د کوريا جمهوريت له بهرنیو چارو وزیر چو هيون سره ټليفونې خبرې کړې دي.
وانګ يي ويلي، بېجينګ له چين څخه د کوريا جمهوريت د ولسمشر لي جای ميونګ ليدنې ته په درنه سترګه ګوري او باور یې ښودلی، چې د نوموړي دغه ليدنه به د چين او کوريا جمهوريت ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې د نوي پرمختګ په لوري وهڅوي.
وانګ يي ويلي، ۲۰۲۵م کال د دويمې نړيوالې جګړې د برياليتوب له ۸۰کليزې سره برابر و. د جاپان ځيني سياسي ځواکونه غواړي پر نورو هېوادونو خپل تېری او يرغل او جرمونه پټ وساتي.
نوموړي باور ښودلی، چې کوريا جمهوريت به د تاريخ او خلکو لپاره مسئولانه رويه وساتي، پر سم دریځ به ټينګار ولري او نړيوال عدالت به وساتي او دغه راز د تايوان مسئلې په هکله به د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار ولري.
چو هيون ويلي، ولسمشر لي جای ميونګ له چين سره همکاريو ته په درنه سترګه ګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکو همکاريزو او دوستانه اړيکو ته وده ورکوي.
نوموړي ويلي، هېواد یې غواړي له چين سره نږدې همکارۍ وکړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې ولسمشر لي جا ميونګ به له چين څخه ښه ليدنه ولري او په خبره یې، کوريا جمهوريت د يو چين پېژندنې اصل ته درناوی لري.



































