د چین د ازادۍ بښونکي پوځ د ختیځې قومندانۍ ویاند لي شي د ډسمبر په ۳۱مه نېټه رسنيو ته ویلي، چې ځواکونو یې د ختیځې قوماندانۍ په زون کې « د عدالت دنده – ۲۰۲۵» تمرین په بریالیتوب پای ته رسولی او جنګي توان یې ارزول شوی دی.
نوموړي ويلي، د چين د ختیځې قومندانۍ ځواکونه ويښ او بیدار دي او پر له پسې تمرینونه کوي او له چین څخه د تایوان د بېلتون غوښتونکو د بدنیت او د بهرنۍ دسیسې مخه یې نيولې او د هېواد حاکمیت او د خاورو بشپړتیا يې ساتلې ده.



































