د قزاقستان بهرنيو چارو وزير يرميک کوشيربايف د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر په ۳۰مې نېټې په دغه هېواد کې د چين له سفير هان چون لين سره په ليدنې کې ويلي، چې هېواد يې د يو چين پېژندنې د اصل ټينګ ملاتړ کوي او پر دې يې ټينګار کړی، چې تايوان د چين د قلمرو يوه نه جلا کېدونکې برخه ده.
په قزاقستان کې د چين سفارت د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر په ۳۱مې نېټې خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د چين سفير هان چون لين تېره ورځ له کوشيربايف سره لیدلي دي.
کوشيربايف له هان چون لين سره په لیدنې کې ويلي، چې د چين ولسي جمهوريت حکومت د ټول چين په استازيتوب يوازینی قانوني حکومت دی او قزاقستان د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو په برخه کې د چين د حکومت د ټولو هڅو ملاتړ کوي.



































