چين په دې وروستيو کې د تايوان مسئلې په اړه ځوابي تدبيرونه غوره کړي او د ولسي ازادۍ بښونکي پوځ يې د تايوان ټاپو په شاو خوا سيمې کې پوځي تمرينونه ترسره کړي دي.
د روسيې، کيوبا، سربيا، زيمبابوې او پاکستان په شمول زياتو هېوادونو د چين له دغو اقداماتو ملاتړ کړی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر په ۳۱مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې د نړۍ لسګونو هېوادونو په مختلفو لارو د چين له دريځ ملاتړ کړی او چين د دغو هېوادونو د ټينګ ملاتړ ستاينه کړې ده.
نوموړي ويلي، دغو لسګونو هېوادونو د چين له دريځ ملاتړ کړی او دا يې په ډاګه کړې، چې تايوان د چين يوه نه جلا کېدونکې برخه ده او د تايوان مسئله د چين کورنۍ چاره ده.
د لين جيان په خبره، یادو هېوادونو د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو په برخه کې د چين د کړنو ملاتړ کړی، د چين په کورنيو چارو کې يې د بهرنيو ځواکونو له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت ښودلی او په راتلونکې کې به هم د يو چين پېژندې اصل مراعات کړي.



































