د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په لومړۍ نېټې ګوي پارميلين ته د سويس د نوي فډرالي رئیس د ټاکل کېدو په مناسبت د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
نوموړي په پيغام کې ويلي، چې روان کال د چين او سويس ترمنځ د نويو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو له لسمې کليزې سره برابر دی او هم دغه کال د چين د ۱۵م پنځه کلن پلان پيلامه ده.
شي جين پينګ ويلي، چين او سویس د نوښت او همکارۍ له زياتو فرصتونو سره مخ دي او په خبره یې، هغه به له پارميلين سره د دواړو هېوادونو د همکاريو د پراختيا او د دوه اړخيزو اړيکو د لا ټينګښت لپاره ګډې هڅې وکړي.



































