د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو حکومتونو او سیاستوالو په دې وروستیو کې د یو چین پېژندنې اصل ته خپلې ژمنې تکرار کړې دي.
د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ ویلي، چې هېواد يې په ټول سیاسي ځواک د یو چین پېژندنې د اصل ملاتړ کوي او تایوان د چین د خاورې یوه نه جلا کېدونکې برخه بولي.
د اندونیزیا، قزاقستان، تاجکستان، سینیګال د بهرنیو چارو وزیرانو د یو چین پېژندنې اصل څخه ټينګ ملاتړ څرګند کړی او تایوان يې د چین د خاورې یوه نه بېلېدونکې برخه او د چین حکومت يې یوازینی قانوني حکومت بللی، چې د ټول چین استازیتوب کوي.
د روسیې، اذربایجان، قرغزستان، لاوس او بېلاروس بهرنیو چارو وزارتونو هم د یو چین پېژندنې له اصل څخه ملاتړ څرګند کړی دی.



































