نړیوالو شخصیتونو ویلي، چې د چین د دولت رئیس ولسمشر شي جين پينګ د نوي کال له وینا څخه د دغه هېواد د پرمختګ خوځنده ځواک او د یو لوی هېواد مسؤلیت څرګندېږي.
دوی ويلي، شي جين پينګ د نوي کال وینا کې نه یوازې د چین د پرمختګ لاسته راوړنو ته بیاکتنه کړې، بلکې د راتلونکي پرمختګ لاره يې هم روښانه کړې ده.
د فرانسې کارپوه کامیل ساري ویلي، چې د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د ۲۰۲۶م کال د مبارکۍ وینا له خوشبینانه پیغامونو مالاماله وه او په خبره یې، رئیس شي جین پينګ ځیرک رهبر دی او ډېر ښه مخ پر وړاندې روان دی.
د روسیې د فدراسیون شورا د نړیوالو چارو کمېټې لومړي مرستیال ډینیسوف ويلي، چې چین د اقتصادي پرمختګ کیفیت ته په درنه سترګه ګوري او رئیس شي جين پينګ او د چین حکومت په مکرر ډول پر همدې ټینګار کړی دی.



































