د چين دولت رئیس شي جين پينګ د ۲۰۲۶م کال په مناسبت د مبارکۍ وينا کړې ده. نړیوالې ټولنې د دې وینا له لارې د چین د پرمختګ، ورخلاصون او همکارۍ روحیه احساس کړه. دا باور د چین د پرمختګ له ټینګو ګامونو څخه سرچینه اخلي. په تېر کال کې، د تعرفو او سوداګریزو جګړو له امله نړیوال اقتصاد له ګڼو ازموینو څخه مخامخ شو. چین د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد په توګه، د اقتصاد د ودې کچه شاوخوا ۵ سلنې ته رسېدلې ده چې تمه کېږي ټول GDP به ۱۴۰ ټریلیونو یوانو ته ورسېږي. د نړیوالې اقتصادي ودې لپاره د چین ونډه شاوخوا ۳۰ سلنه پاتې ده.
رئیس شي جین پینګ په خپله یاده وینا کې د چین د اقتصاد مهمې ځانګړتیاوې په روښانه ډول انځور کړې دي. د نړۍ د پوهنې ملکيت حق سازمان لخوا خپور شوی راپور ښیي چې د چین د نوښت انډول د لومړي ځل لپاره د نړۍ په لسو غوره ځایونو کې داخل شوی دی.
کورنۍ چارې، ملي چارې او نړیوالې چارې ټول مهم دي، خو د خلکو لپاره د خوشاله ژوند ډاډمن کول تر ټولو مهم دي. په چین کې د معیشت یو لړ پالیسیو په دوامداره توګه د چینایانو د خوښۍ او امنیت احساس لوړ کړی دی. د نړۍ د تر ټولو لوی پرمختیايي هېواد په توګه، د چین پرمختګ د نړیوالو عصري کولو لپاره پیاوړې هڅونه ده.
په تېر کال کې، سیمه ییزې جګړې او نړیوالې شخړې په ټوله نړۍ کې ډېری وختونه رامنځته شوي چې د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو راهیسې نوي لوړوالي ته رسېدلی دی. د یو مسؤلانه لوی هېواد په توګه، چین د شخړو د حل لپاره پر سوله ییزو خبرو اترو ټینګار کړی چې په نړیوال نظم کې د ثبات ځواک شو.
د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د تیان جین په سرمشریزه کې د نړیوالې حکومتدارۍ وړاندیز وکړ چې له ۱۵۰ څخه زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ملاتړ یې ترلاسه کړی دی. په عین وخت کې، چین د جاپان د تېري پر ضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۰مې کلیزې د يادغونډې او رسم ګذشت تر سره کړل چې نړیوالې ټولنې ته یې یو پیاوړی پیغام واستاوه چې عدالت، سوله او خلک به بریالي کېږي.
د ۲۰۲۵ کال په پای کې، د چین د های نان د ازادې سوداګرۍ ټاپو د ابادولو په موخه يو لړ ګمرکي پاليسۍ پلې شوې دي. ځينو لوېديځو رسنیو وویل چې دا د نړیوالو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره یو لاثابت ډګر برابروي.
۲۰۲۶ کال د چین د پنځلسم پنځه کلن پلان پیل دی. د رئیس شي جین پینګ خبرې د نوي کال لپاره د چین د پرمختګ اهداف په ګوته کوي. په دې وروستیو کې، ګڼ شمېر نړیوالو سازمانونو په جلا جلا توګه د چین د اقتصادي ودې لپاره خپلې وړاندوینې لوړې کړې دي. ډېری نړیوال اقتصاد پوهان په دې باور دي چې د چین اقتصاد کولی شي په راتلونکي کې حتی قوي وده ترلاسه کړي.
په ۲۰۲۶ کال کې به په چین کې د لویو ډیپلوماتیکو اړیکو یو لړ سترې پېښې تر سره شي. د بېلګې په توګه، روان کال د چین او افریقا ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګېدو له۷۰مې کلیزې سره برابر دی. چین به د چین-عربي هېوادونو د دوهمې سرمشریزې او د ايپيک د مشرانو د ۳۳مې غیر رسمي غونډې مشري وکړي… لکه څنګه چې رئیس شي جین پینګ اشاره وکړه، “چین تل د تاریخ په سمې لار ولاړ دی او غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره د نړیوالې سولې او پرمختګ د ودې او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره ګډ کوښښ وکړي.



































