د چين د ترانسپورټ وزارت د جنورۍ په ۲مه نېټه خبر ورکړ، چې د نوي ۲۰۲۶م کال په لومړۍ نېټه په چين کې ۲۰۷ میليونو او ۴۷۵ زرو کسانو تګ راتګ کړی. دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی موندلی دی.
د اورګاډيو په وسيله د تګ راتګ کسانو شمېر ۱۸ ميليونه ۵۶۰ زرو تنو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۷ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی يې موندلی. د بېړيو په وسيله د تګ راتګ کسانو شمېر ۶۸۴ زرو تنو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي.



































