د کوریا جمهوریت ولسمشر لي جای میونګ په دې وروستیو کې د چین مېډیا ګروپ له خبریالې سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې د تایوان مسئلې په اړه د بحث پر مهال وویل، چې کوریا جمهوریت تل د یو چین پېژندنې اصل ته درناوی کړی دی.
لي جای میونګ وویل، د کوریا جمهوریت او چین د ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګېدو په بهیر کې د دواړو هېوادونو حکومتونو ترمنځ رامنځته شوی اجماع تر اوسه لاهم د دوه اړخیزو اړیکو مهم اصل دی.



































