چین مېډیا ګروپ د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه یو ځانګړی پروګرام «فوق العاده لارښوونه —— په ۲۰۲۵ کال کې د چین د ادارې لپاره د شي جين پينګ د هڅو پېښلړ» خپور کړ. دغه پروګرام د ۲۰۲۵ کال له فوق العاده بهیر څخه بیاکتنه کوي او ښيي چې د چین د دولت رئيس شي جين پينګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې تر څار لاندې، د ټول ګوند او د هېواد د بېلابېلو قومونو خلک سره یو ځای له ستونزو سره مخامخ شول، په پوره هڅو یې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ اساسي موخې په بریالیتوب سره پوره کړې او د چیني شکله عصري کېدو په لاره کې ټینګ او ثابت پر مخ لاړل.



































