څه موده مخکې د چین د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر کې ځانګړې ګمرکي تګلارې رسماً نافذې شوې. له دې وروسته دغې سيمې د نوي ۲۰۲۶ کالد پيل په لومړۍ درې ورځنۍ رخصتۍ کې د بېلابېلو ځايونو سيلانيان راجلب کړي او په دې سره يې د سيلانيزو چارو مصرفي اندازه ډېره زياته شوې ده.
د شمېرنې له مخې، د نوي ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نېټه د های نان ولايت های کو ښار او سان يا ښار ته د هوايي پروازونو شمېر د چين لومړی ځای خپل کړی. له نورو هېوادونو څخه سان يا ښار ته د الوتکو د هغو پلورل شوو ټکټونو شمېر، چې د دې ښار د سېل لپاره اخيستل شوي، د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ چنده زيات شوی او های کو ښار ته همدا شمېر ۳ چنده زيات شوی.
د دې تر څنګ، سان يا ښار ګڼ شمېر کوپونونه ويشلي، په بېلابېلو سوداګريزو سيمو او بازارونو کې یې يو لړ ځانګړي سوداګريز فعاليتونه تر سره کړي، څو مصرفي بازار بيا سمسور کړي.



































