د چین د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت په دې وروستیو کې خبر ورکړ چې د دغه هېواد د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې یعنې له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د دغه هیواد د ټیټ ارتفاع تجهیزاتو پرمختګ په پرله پسې توګه پراخ شوی او د تولیدي ارزښت د اوسطې کلنۍ ودې کچه يې له ۱۰ سلنې څخه زیاته شوې ده.
په تېرو ۵ کلونو کې په چین کې د ټیټې ارتفاع تجهیزاتو ډولونه ورځ تر بلې زیات شوي. د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر تر ۳۰مې نېټې پورې، په چین کې د دې چارو د اړوندو ۱۰۸۱ شرکتونو د نوم لیکنې پروسه بشپړه شوې او ۳۶۲۳ ډوله محصولات او له ۵۲۹۰ زرو څخه ډېر الوتکې يې ثبت شوې دي.



































