د کوريا جمهوریت ولسمشر لي جای ميونګ به د جنورۍ له ۴مې نېټې څخه تر ۷مې نېټې پورې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنې له دغه هېواد څخه ليدنه وکړي.
په چین کې د کوريا جمهوريت پخوانی سفير نوه يونګ مين هيله ښودلې، چې د لي جای ميونګ سفر بريالی شي او په دې سره د دواړو هېوادونو د متقابل سیاسي اعتماد لا نور ژور شي. د هغه په وينا، اوسنی نړيوال وضعيت ډېر پېچلی دی، په داسې حال کې چين او کوريا جمهوريت د مشرانو له لارې ستراتېژيکې خبرې اترې ساتلې او دا یې د دوه اړخيزو اړيکو د ثبات او پرمختګ لپاره ډېر مهم بللی دی.
د کوريا جمهوريت او چين د راتلونکي د څېړنيزې ټولنې مرستیال مشر ليم بيونګ يک ويلي، چې دواړه هېوادونه بايد د خپلو برتريو پر بنسټ همغږي او همکارۍ نورې ټينګې کړي، څو په ګډه سره د پرمختګ نوی فرصتونه جوړ کړي او ګډې ګټې ترلاسه کړي.
د کوريا جمهوريت او چين د اقتصاد او ټولنې د څېړنيز انسټيټيوټ غړي ليم چېهوان ویلي، چې د لي جای ميونګ دغه سفر ښايي د دواړو هېوادونو همکارۍ نورې پياوړې کړي او د اسيا او ارام سمندري سيمې د ثابت پرمختګ لپاره فعال محرک ځواک برابر کړي.



































