د چین دولت رئیس شي جين پينګ د جنورۍ په ۵مه نېټه په پلازمېنې بېجینګ کې د ایرلنډ له صدراعظم مایکل مارتین سره لیدلي دي.
شي جين پينګ ویلي، چې چین او ایرلنډ له سولې، ورخلاصون، ټولشمولیت او خپلواکۍ سره مینه لري او په خبره یې، د دواړو هېوادونو خلکو په سختو جګړو ملي خپلواکي او ازادي ترلاسه کړې ده.
د چین او ایرلنډ د ستراتيژیکو اړیکو له ټینګېدو (۲۰۱۲م) راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز ارزښت په سلو کې څلور سوه زیاتوالی موندلی دی.
شي جين پينګ زياته کړې، چين به له ایرلنډ سره ستراتيکې تبادلې زیاتې او سیاسي باور او اغېزناکې همکارۍ به ورسره پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ډېرې ګټې ورسوي.
ښاغلي مارتین ویلي، چې ایرلنډ د یو چین پېژندنې پر اصل ټینګار لري او غواړي د تجارت، پانګونې، ساینس، بیولوژیکې درملو، مصنوعي ځیرکتیا او ښوونې په شمول ځینو برخو کې له چین سره همکارۍ نورې هم ډېرې کړي.
نوموړي ويلي، چین په نړیوالو چارو کې مهم رول لوبوي او ایرلنډ به له چين سره د نړیوالو چارو همغږي او منځګړیتوب پیاوړی کړي او د نړۍ سمسورتیا او ثبات به وهڅوي.



































