د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جنورۍ په پنځمې نېټې د دغه وزارت د نوبي ناستې مشري کړې او د خبریالانو پوښتونو ته يې ځوابونه ويلي دي.
نوموړي ويلي، چين د سوله ييزې سيمې په توګه د لاتيني امريکې او کاربين د مقام ټينګ ملاتړ کوي او د هر هېواد له هغو کړنو سره مخالفت کوي، چې د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه او د نورو هېوادونو د ملي حاکميت پر خونديتوب تيری کوي.
لين جيان زياته کړې، هېواد يې په نړيوالو اړيکو کې د زور د استعمال او يا ګواښ له کړنو او د لاتيني امريکې د هېوادونو په کورنيو چارو کې د بهرنيو ځواکونو له هر ډول لاسوهنې سره مخالفت کوي.


































