د چین د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمنې پنګ لي يوان د جنورۍ په ۵مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د کوريا جمهوريت د ولسمشر مېرمنې کيم هيا کيونګ ته د چای مېلمستيا کړې ده.
پنګ لي يوان له چين څخه د مېرمن کيم هيا کيونګ او ولسمشر لي جای ميونګ د لومړنۍ رسمي ليدنې هرکلی کړی دی. نوموړې چين او کوريا جمهوريت ښه ګاونډيان بللي او هیله يې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو خلک زيات تګ راتګ وساتي او متقابل تفاهم نور هم ژور کړي.
پنګ لي يوان د عام المنفعه چارو او د ښځو او ماشومانو د حقونو د ساتنې لپاره د مېرمنې کيم هيا کیونګ خدمتونه ستايلي او هيله يې ښودلې، چې دواړه خواوې ګټورې تجربې شريکې کړي.
کيم هيا کيونګ د پنګ لي يوان له مېلمه پالنې مننه کړې او د ښځو او ماشومانو د چارو د پرمختګ لپاره يې د پنګ لي يوان د خدمتونو ستاینه کړې ده.
نوموړې ويلي، د دواړو هېوادونو خلک به نظر تبادلې زیاتې کړي او د دواړو هېوادونو د دوستۍ د ژورتيا لپاره به هڅې وکړي.



































