د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۵مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د کوريا جمهوريت له ولسمشر لي جای ميونګ سره لیدلي دي.
شي جين پينګ له لي جای میونګ سره په لیدنې کې ویلي، چې چين او کوريا جمهوريت په تېر اوږدمهال کې د ټولنيزو نظامونو او ايډيولوژيو له توپيرونو سره سره يو له بل سره ښې همکارۍ کړي او ګډ پرمختګونه يې موندلي دي او په خبره یې، دواړه هېوادونه دې دغه ښه دود نور هم پراخ او متقابل اعتماد ژور کړي، يو د بل د پرمختګ لارې ته دې درناوی ولري او د ډيالوګ او سلامشورو له لارې دې توپيرونه حل کړي.
نوموړي د چين او کوريا جمهوریت اقتصادي اړيکې ډېرې نږدې بللي او په وينا يې، د دواړو هېوادونو صنعتي ځنځيرونو ژور پيستون موندلی دی.
هغه ويلي، چين او کوريا جمهوریت دې د پرمختګ د پلانونو تبادله او د پاليسو همغږي پياوړې او ګډې ګټې زياتې کړي، د مصنوعي ځيرکتيا، زرغونو صنايعو او د زړو کسانو د پالنې په برخو کې دې زیاتې همکارۍ وکړي.
شي جين پينګ زياته کړې، چين او کوريا جمهوریت دې د خپلو خلکو لپاره د تګ راتګ ښه زمينه برابره کړي او هم دې د ځوانانو، رسنيو، سپورټ، فکري مرکزونو او ځايي تګ راتګ په برخو کې تګ راتګ زیات کړي.
لي جای ميونګ چينايانو ته د نوي کال مبارکي ويلې او کوريا جمهوريت او چين يې ښه ګاونډيان بللي او په خبره يې، د دواړو هېوادونو اړيکې لرغونی تاریخ لري.
نوموړي ويلي، هېواد يې د چین مرکزي ګټو او لويو پاملرنو ته درناوی کوي او يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري. د هغه په خبره، د دواړو هېوادونو سوداګريزو همکاريو د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره فعال خدمتونه کړي او هيله يې ښودلې، چې چين ۱۵م پنځه کلن پلان نور فرصتونه برابر کړي او نورې ښې لاسته راوړنې ولري.



































