د چين د زلزلې ادارې خبر ورکړی، چې د شينجيانګ د کاشغر په تاشقورغان ولسوالۍ کې د ریکتر په کچه ۵ اعشاريه ۲ درجې زلزله شوې ده. يادې ادارې په سیمې کې د څلورمې کچې بيړني خدمتونه پيل کړي دي.
تراوسه په زلزله ځپلو سيمو کې خلکو ته د مرګژوبلې او مالي زيانونو په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي او په سیمه کې د ترافيک، برېښنا، مخابراتو او د خلکو ژوند عادي او منظم روان دي.


































