د چين ملکي هوايي چارو په ۲۰۲۵م کال کې د ورېښمو د هوايي لارې د ابادۍ په رڼا کې پرمختګ کړی او د نړيوالو مسافرينو د لېږد رالېږد شمېر يې د ۲۰۲۴م کال په پرتله ۲۱ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی موندلی دی.
په ۲۰۲۵م کال کې د چين او هند ترمنځ نوبتي پروازونه بيا پيل شول، د چين او لاتيني امريکې ترمنځ هوايي مسير پرانيستل شو او د های نان له ازاد سوداګريز بندر څخه د هغو الوتکو لومړۍ الوتنه وشوه، چې ټرانسپورټي حق يې د درېيم هېواد په لاس کې دی.
په همدې کال کې چين کې د منځنۍ اسيا، لوېديځې اسيا، افريقا او لاتيني امريکې په لوري د مسافرينو لیږد رالیږد اندازې د ۲۰۲۴م کال په پرتله په جلا جلا توګه ۵۹ اعشاريه ۳ سلنه، ۳۳ اعشاريه ۴ سلنه، ۳۹ سلنه او ۱۰۸ اعشاريه ۶ سلنه ډېروالی موندلی دی.



































