د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ، چې د چين د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بيورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي به د جنوري له ۷مې نېټې څخه تر ۱۲مې پورې ایتوپیا، سومالیا، تانزانیا او لیسوتو ته سفر وکړي او د افریقایي ټولنې په مقر کې به د “چین او افریقا د کلتوري تبادلې کال” فعاليت په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.
د یادونې وړ ده چې د چين د بهرنیو چارو وزير له تېرو ۳۶ کلونو راهیسې د هر کال په پیل کې افريقا د خپل بهرني سفر لومړی منزل ټاکي.


































